اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري سره د چين وزيراعظم لي چيانګ ليدلي دي ۔ د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د ملاقات په مهال په معيشت، سرمايه كارۍ او د سيمه ايزو روابطو په مهمو څانګو كښې دوه اړخيزه ستراتيژكي مرستې لا زياتولو له د عزم پخلي كولو سره صدر مملكت ووئيل دواړه هېوادونه به په سي پېك منصوبو عملدرامد ګړندے كوي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع صدر مملكت ووئيل چين سره دوستي د پاكستان د خارجه پاليسۍ مهمه برخه ده۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې د نوې لارو لټولو په اهميت زور رواړلو سره ووئيل پاك۔چين اړيكو ته پراختيا وركولو كښې لا ګنجائش شته۔ صدر مملكت د تجارتي او اولسي روابطو قوي كولو لپاره د ټولو موسمونو د لارې د روابط زياتولو په ضرورت زور رواړلو سره ووئيل د چين كمپنيو له پاكستان سټاك ايكسچينج كښې سرمايه كارۍ سره پاكستان كښې د شته موقعو څخه ګټه پورته كول پكار دي۔ ده ووئيل سي پېك او د ګوادر پورټ مرستې څخه د چين اقتصادي پرمختګ څخه د بشپړه استفادس وخت راغلے۔ صدر مملكت ده ووئيل زه سږ كال په نومبر كښې د چين دورې اراده لرم، زه پخوانو دوستانو سره رابطې جوړولو او اړيكو مستحكم كولو لپاره خبرو ته منتظر يم۔ صدر مملكت د ملاقات په مهال پخپل پخواني دور كښې د چين پخپلو دورو رڼا واچوله ٬ ده ووئيل پاكستان ته د شريك اهميت په مهمو مسئلو د چين غېر متزلزل ملاتړ ترلاسه ٶ۔ ده د ترهګرۍ په بريدونو كښې د چين د دوو وګړو په وژنه د غمرازۍ څرګندونه كولو سره ووئيل په دې ناوړه پېښه ټول قام دړدېدلے۔ صدر مملكت ووئيل د پاك چين دوستۍ دښمنان د چين وګړي په نخښه كولو سره دوه اړخيزه اړيكو خرابولو او د سي پېك منصوبې د متاثره كولو هڅې كوي ۔ صدر ووئيل دښمن به پخپلو ناوړه هڅو كښې كامياب نشي۔ دغسې صدر مملكت تورنو ته مثالي سزا وركولو لپاره د پاكساتن د عزم څرګندونه هم وكړه۔ صدر مملكت آصف علي زرداري په ايوان صدر كښې د جمهوريه چين رياستي كونسل وزيراعظم لي چيانګ په درناوي كښې د ماسپخين مېلمستياﺀ وركړه چې پكښې وزيراعظم شهباز شريف او د سېنېټ چيئرمېن يوسف رضا ګېلاني هم ګډون وكړو۔(
متعلقہ مضامین
-
Dengue outbreak getting worse in Karachi
-
Court suspends Ishaq Dar’s arrest warrants till Oct 7
-
IMF agrees to ‘soften’ programme conditions
-
Director of System Safe City Islamabad found hanging from ceiling fan
-
One killed, two wounded in Karachi incidents
-
Ashrafi sues Punjab govt over ouster from MUB
-
Pak army helicopter crashes in Harnai Balochistan, 6 martyred
-
Elderly woman from Karchi goes missing in Makkah
-
Chinese agriculture company to donate hybrid rice seeds to Pakistan
-
Over 2,000 development schemes underway in South Punjab
-
Save the Children pledges rehab of students in flood-hit areas
-
FO suggests fresh diplomatic efforts for Dr Aafia’s release