اشك آباد11 اكتوبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري په 10 او 11 اكتوبر د اشك آباد دورې په مهال د تركمانستان قيادت سره يو په يو ملاقاتونه كړي۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت د تركمانستان صدر سردار بردي محمدوف او د تركمانستان قامي لارښود او د تركمانستان پيپلز كونسل چيئرمېن ګربنګولي بردي محمدوف سره ملاقات كړے۔ د پاكستان او تركمانستان لارښودو د ملاقاتونو په مهال په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د دواړو هېوادونو لارښودو په ټولو څانګو او په خاص توګه تجارت او د دوه اړخيزه رابطو لا قوي كولو له د خپل خواهش څرګندونه وكړه۔ صدر مملكت د تركمانستان قامي رهنما او تركمانستان صدر له د پاكستان په نزدې ورځو كشې د دورې كولو بلنه وركړه۔ پاكستان او تركمانستان خپلو كښې قوي اړيكي لري او د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكي په تاريخ او سيمه كښې د امن او سوكالۍ په شريك وژن اډانه دي۔ صدر مملكت آصف علي زرداري په نړيوال فورم جې سر خط يې ”وخت او تهذيبونه شريكي اړيكي -امن او د پرمختګ بنياد “ كښې ګډون لپاره د تركمانستان په دوره دے۔ فورم په 11 اكتوبر د مخدوم ګلي فراغي زيږدني 300مي سالګرې په موقع تابيا شوے دے
متعلقہ مضامین
-
Dengue outbreak getting worse in Karachi
-
Court suspends Ishaq Dar’s arrest warrants till Oct 7
-
IMF agrees to ‘soften’ programme conditions
-
Director of System Safe City Islamabad found hanging from ceiling fan
-
One killed, two wounded in Karachi incidents
-
Ashrafi sues Punjab govt over ouster from MUB
-
Pak army helicopter crashes in Harnai Balochistan, 6 martyred
-
Elderly woman from Karchi goes missing in Makkah
-
Chinese agriculture company to donate hybrid rice seeds to Pakistan
-
Over 2,000 development schemes underway in South Punjab
-
Save the Children pledges rehab of students in flood-hit areas
-
FO suggests fresh diplomatic efforts for Dr Aafia’s release